فلوچټلينګسرټ اين آر ډبليو اي۔وي۔ (اين آر ډبليو د مهاجرينو کونسل) يو د بشري حقونو تنظيم دى چي د مهاجرينو او کډوالو چي خوندي  د استوګنې مقام نه لري د حقونو لپاره کار کوي۔ موږ خپل ځان د تيښتې او مهاجرت د حقيقت په طور پيژندګلو ته او په ټولنه کې د مهاجرينو او پناه غوښتونکو ګډون ته وقف کړې دى۔ د مهاجرينو کونسل د نژاديت مخنيوي کوي او غير طرفداره او غير مذهبي دى۔

د مهاجرينو د کونسل په توګه موږ د اين آر ډبليو په رياست کې د مهاجرينو ګټې وزارتونو، واکمندو او سياسي پريکړې کوونکو ته وړاندې کوو او په اين آر ډبليو او نژاديت هيوادونو کې د مهاجرينو د حالاتو په ډاګه کولو لپاره د عوامي تعلقاتو کار تر سره کوو۔ د دې مقصد لپاره موږ اخباري بيانونه شايع کوو، په خپله کور پاڼه او بريښنليک د لست د لارې معلومات ورکوو، او ښوونې وړاندې کوو۔

موږ د پناه غوښتونکو د يوې ټولې، د مهاجرينو نوښتونو، په خپله منظم شوي مؤسسو او انفرادي کسانو يو ناتورک يو۔ د مسلکيانو تر منځه د مفکورو شريکولو لپاره نوبتي غونډي کيږې د مثال په توګه عمومي غونډه کومه چي په کال کې شپږ وارې کيږي۔ موږ د نوو نوښتونو جوړولو مرسته کوو او په خپله سياسي طور منظم شوي مهاجرينو ته هر کلې وايو۔

 

ټي آئي پي: د فلوچټلينګسرټ اين آر ډبليو اي۔وي د ډلې کتابچه۔

زموږ د ۲۰۱۶ په کتابچه کې موږ د معلوماتو د مرکزونو پتې او په شمالي رهين۔ويسټفيليا کې د مهاجرينو لپاره نوښتونو کوم چي د واکمندو نه په ځانګړې ډول کار کوي يو ځاي کړي دي۔

د ډلې په کتابچه کې به تاسې لاندينۍ پتې بيامومۍ:

  • په اين آر ډبليو کې د مهاجرينو نوښتونو او معلوماتو د مرکزونو جايزه: د ارنسبرګ، ډيټمولډ، ډوسيلډورف، کولوګن او منسټر په ضلعو کې
  • د غير ملکيانو د رجسټري کولو لپاره مرکزي واکمند
  • د مهاجرينو لپاره ذهني ټولنيزې مرستې
  • د ستنيدونکو لپاره د مشورې مرکزونه
  • د انساني قاچاق ښکار کسانو لپاره د مسلکي مشورو مرکزونه
  • فيډرالي د کار ټوله (بي اى جي): په کليسه کې پناه
  • د فيډرالي رياست د مهاجرينو کونسل


د فلوچټلينګسرټ اين آر ډبليو اي۔وي د ډلې کتابچه په پي ډي ايف شکل کې آنلاين هم شتون لري:

http://www.frnrw.de/fileadmin/frnrw/media/downloads/netzheft-aktuell.pdf

 

وړاندې معلومات د بريښنليک يا تيليفون د لاري د مهاجرينو د کونسل د دفتر نه ترلاسه کيدې شي۔

 

Geschäftsstelle Flüchtlingsrat Nordrhein-Westfalen e. V.
Wittener Straße 201
44803 Bochum
Telefonnummer: 0234 - 587315 6
Faxnummer: 0234 - 587315 75
e-mail: This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Website: http://www.frnrw.de/